په افغانستان کې د ايټالیا د طبي مرستو ټولنې "ایمرجنسي" د فعالیتونو د هماهنګۍ مسؤل دېجان پانیک په کابل کې پرونۍ حمله "قتل عام" بللې ده.
د اېمرجنسي پر ټوېټرپاڼه لیکل شوي چې لږ تر لږه ۱۳۱ زخمیان ور وړل شوي دي.
دېجان پانېک ویلي چې د بېړنیو عملیاتو خونې یې فعالې دي او ډاکټران به یې ټوله شپه کار کوي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د حملې زیات قربانیان ملکي وګړي دي.
د هغه وزارت ویاند وحید مجروح تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې ۹۵ تنه وژل شوي او ۱۵۸ تنه زخمیان دي، خو د مړو شمېر ښايي بدل شي ځکه د یو شمېر زخمیانو حالت ښه نهدی.
په کابل کې د پرونۍ حملې مسؤلیت وسلهوالو طالبانو اخېستی دی.
تېره اوونۍ د کابل پر انټر کانټیننټال هوټل په ترورېستي حمله کې هم ګڼ شمېر کسان ووژل او زخمیان شول.