موګریني د کابل حملې د قربانیانو خپلوانو سره خواخوږي څرګنده کړه

د اروپايي اتحادیې د بهرنیو اړیکو مشرې فدریکا موګریني د کابل د پرونۍ حملې د قربانیانو له خپلوانو سره خواخوږي څرګنده کړه.

موګریني ویلي، په یوه اوونۍ کې د درېيم ځل لپاره افغانستان د وحشتناکو ترورېستي حملو هدف ګرځي.

دې همدا راز ویلي چې د ځان او درستې اروپايي اتحادیې د اوسېدونکو له لوري د قربانیانو له کورنیو او دوستانو سره خواخوږي څرګندوي، د وژل شویو کسانو پر مړینه خواشیني ښيي او د ټپیانو د عاجلې روغتیا هیله کوي.