د هالوکاسټ نړیواله ورځ پرون شنبه ولمانځل شوه

د هالوکاسټ یا د دوهمې نړېوالې جګړې پر مهال د یهودانو د قتل عام د یادولو نړیواله ورځ پرون شنبه ولمانځل شوه.

هر کال د جنورۍ په ۲۷مه د شپږ میلیونه یهودانو او میلیونونه نورو انسانانو د یادولو مراسم ترسره کېږي چې د ۱۹۳۳ تر ۱۹۴۵ میلادي کلونو ترمنځ، د المان د نازي رژیم عسکرو ووژل.

یو شمېر کسان چې هغه مهال ژوندي پاتې شوي وو، پرون شنبه د پولنډ په جنوبي سیمه اوشویتس کې د نازیانو د ډله‎ییزې وژنې په کمپ کې راغونډ شوي وو.

هغو نړیوالو رهبرانو چې پرون په اوشویتس کې مراسمو ته ورغلي وو، ټینګار وکړ چې د نازیانو له لوري د یوه نسل وژلو هڅه باید د نړیوالو لپاره د خبرداري ډکه پېښه پاتې شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن هم پرون د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې د هغو یهودانو د درناوي په ځانګړو مراسمو کې ګډون وکړ چې په ۱۹۴۳ میلادي کال کې د جرمني د عسکرو پر وړاندې په جګړه کې وژل شوي وو.