د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بریتانیا له یوه ټلوېزېون سره په مرکه کې وویل، د پاریس له اقلیمي تړون سره به یوازې هغه وخت د امریکا د یوځای کېدل لېواله وي چې د دغه تړون په اوسني حالت کې لوی بدلونونه راوړل شي.
ټرمپ «ای.ټي.وي» ته په مرکه کې وویل:
"که دوی ښه معامله وکړه، تل دا چانس شته چې موږ بېرته په کې شامل شو."
د ښاغلي ټرمپ مرکه به نن یکشنبه خپره شي.