چارواکي: د طالبانو د مخدره موادو پر کاروبار به حملې دوام کوي

افغان او امريکايي چارواکي وايي، د مخدره موادو پر لابراتوارونو او کارځايونو به د دوى حملې چې دوه مياشتې مخکې پيل شوي، دوام کوي.

ويل شوي چې مخدره مواد د وسله‌والو طالبانو په ۱۰۰ کې ٦٠ عوايد جوړوي او دغه ډله هر کال له دې درکه شااوخوا ٢٠٠ ميليونه ډالر ترلاسه کوي.

په هلمند ولايت کې چې د نړۍ په سطحه زيات ترياک په‌کې توليدېږي، ځينې سرچينې وايي چې له وروستيو حملو سره د وسله‌والو طالبانو تحرکات کمزوري شوي دي.

په دې اړه نور جزئیات د صالح محمد صالح په راپور کې، د اوريدو لپاره‌یې لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د صالح محمد صالح راپور