نن شپه ریال مادرید فوټبال ټیم له ولنسیا سره لوبه کوي

د اسپانیا د لالیګا سیالیو په لړ کې نن شپه ریال مادرید له ولنسیا سره د لوبې ډګر ته ځي.

دغه لوبه د کابل پروخت د شپې ۷:۴۵ دقیقې د ولسنیا په کوربه توب پیلېږي.

دغه راز د لالیګا په بله لوبه کې مالاګا له جیرونا سره د افغانستان پروخت د شپې ۱۰:۰۰ لوبه کوي.

د دغو لوبو په لړ کې نن شپه ریال سوسیداد له ویاریال سره لوبه کوي.

دغه لوبه د کابل پروخت د شپې ۱۲:۱۵ دقیقې ترسره کېږي.