په ننګرهار کې د چرګانو ۱۵ فارمونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

په ننګرهار کې ۱۶۰ کورنیو ته د چرګانو ۱۵ فارمونه جوړ شول.

د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس رفیع الله رحیمزي نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه فارمونه په ټولیز ډول د ۵ زره او ۶۰۰ چرګانو د روزنې ظرفیت لري.

رحیمزی وايي، د دغو فارمونو د جوړولو ټولیز لګښت ۱۵۵ زره ډالر دی چې د ملګرو ملتونو د ادارې یا «UNHCR»له خوا ورکول شوی دی.

یاد فارمونه د جلال اباد ښار په مجبوراباد، نوراباد، زرین اباد، ګل اباد او ظفر اباد سیمو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

یادې کورنۍ به د چرګانو د هګیو په خرڅلاو سره کورنی اقتصاد پیاوړی او خپلې اقتصادي ستونزې هوارې کړي.