د چک جمهوریت د ولسمشرۍ د انتخاباتو دوهم پړاو چې دوې ورځې وخت نیسي، نن پای ته رسېږي.
تمه ده چې د مازدیګر شااوخوا څلور بجې نتیجې اعلان شي.
د رایي ورکولو مرکزونه به د ماسپښین دوو بجو خواته وتړل شي.
د اروپایي پلوه کاندید یژي دراهوس او پخواني کمونست میلوش زیمان ترمنځ دغه سیالي سخته روانه ده.
د یو شمېر موسسو له لورې ترسره شوې سرویګانې ښیي زیمان به پنځه څلوېښت اعشاریه پنځه فیصده رایي خپلې کړي او دراهوس به پنځه څلوېښت فیصده رایي وګټي، پاتې لس فیصده به د درې اویا کلن زیمان برخلیک وټاکي چې له دوه زره دیارلسم کال راهیسې د چک ولسمشر دی.