ټاکل شوې ده چې په نیوزیلنډ کې تر نوولس کلنو د لږ عمره کرکټ لوبغاړو په نړیوال جام کې سبا افغان لوبډله له اسټرالیا سره مسابقه وکړي.
په تېره لوبه کې افغانستان کوربه هېواد نیوزیلنډ ته ماتې ورکړه او سیمي فاینل یا نیمه پای لوبې ته ورسېد.
اسټرالیا بیا انګلستان ته په کوارټر فاینل کې ماتې ورکړې وه.