ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، د دې شعار هدف چې لومړی امریکا، دا نه دی چې دی غواړي متحده ایالات منزوي کړي.
ښاغلي ټرمپ په داووس ښار کې په نړیواله اقتصادي سرمشریزه کې د وینا پرمهال وویل چې دی هم د نورو هېوادونو د مشرانو په څېر د خپل هېواد ښېګڼه غواړي.
ده زیاته کړه:
"لومړی امریکا په دې معنا نه ده چې امریکا دې یوازې وي، کله چې امریکا پرمختګ کوي، نړۍ هم پرمختګ ورسره کوي."
ټرمپ وویل چې امریکا د بېرته ژوندي کېدو په حال کې ده او له نورې نړۍ سره بزنس ته چمتو کېږي خو هغه د امریکا متحدانو ته خبرداری ورکړ چې غیرعادلانه تجارتي اړیکي به نور ونه زغمي.
ټرمپ وویل، یوشمېر هېوادونه د خپلو ګټو لپاره د نورو هېوادونو له اقتصادي سیسټمونو ناوړه استفاده کوي، خو ده ژمنه وکړه چې امریکا به په دې برخه کې خپل اصول عملي کړي.
ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه له لوړې یوکال کار وروسته د داووس په غونډه کې ګډون وکړ او دا په داسې حال کې ده چې لومړی امریکا په انتخاباتي کمپاینونو کې هم د ده شعار و.