اعتراض کوونکو د «ساکاشویلي»د محاکمې جریان اخلال کړ

د اعتراض کوونکو یوې ډلې پرون د کییف په یوه محکمه کې چې ډېر خلک پکې راټول شوي وو د محکمې جریان اخلال کړ.

دا اعتراض د اپوزېسیون د سیاستوال میخائیل ساکاشویلي په اړه د محکمې له هغه حکم وروسته وشو چې له مخې یې نوموړی باید د شپې له لسو د سهار تر اوو بجو په کور کې نظر بند وي.

اعتراض کوونکو پرون هغه مهال چې د کییف د استېناف ښاري محکمې د ساکاشویلي په اړه خپل حکم اعلاناوه شرم دی، شرم دی، نارې وهلې.

که څه هم د پیچیرا Pechera ولسوالۍ محکمې د ګرجستان د پخواني ولسمشر او د اوکراین د اودیسې سیمې د والي میخائیل ساکاشویلي د نظربندۍ غوښتنه رد کړې وه، خو د کییف د استېناف ښاري محکمې د اوکراین د لوی څارنوال په غوښتنه د هغه قضیه بیا رابرسېره کړه.

ساکاشویلي، په داسې حال کې چې د محکمې حکم اعلانېده د قاضیانو خوا ته ګوته نیولې وه او ویل یې چې دا محکمه نه ده او هغوی هم قاضیان نه بلکې فاسد ځنارو دي.

د اوکراین چارواکو پر ساکاشویلي تور لګولی چې د اوکراین د پخواني ولسمشر ویکتور یانوکوویچ په مشرۍ د یوې ډلې جنایتکارانو ملاتړ کوي.

چارواکي همداراز ادعا کوي چې د ساکاشویلي په مشرۍ شوي اعتراضونه د اوکراین د حکومت پرضد د روسیې د دسیسو یوه برخه ده.