چارواکي: په بغلان کې په پیل شویو عملیاتو کې پرمختګ شوی

د بغلان امنیتي چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د «البرز۲۲» په نوم د پوځي عملیاتو په ترڅ کې لسګونه وسله وال مړه او ټپیان شوي دي.

د بغلان امنیه قوماندان جنرال اکرام الدین سریع تېره ورځ ناوخته خبریالانو ته وویل چې په دې عملیاتو کې د مرکز پلخمرې د شهاب الدین ډنډ اړوند بالادوري او خلازیي کلي له وسله والو مخالفینو څخه تصفیه شول:

"۲۲ وسله وال مړه او ټپیان دي چې مړي یې پاتې دي، زه ویلی شم چې ښايي د مړو شمېر یې ۲۴ یا ۲۵ کسانو ته ورسېږي او نور یې ټپیان دي."

د پلخمري ښار په ډنډ شهاب الدین سیمه کې د «البرز۲۲»په نوم پوځي عملیات له دوو اونیو راهیسې پیل شوي او چارواکي وايي چې اوس هم روان دي.

وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.