د کندهار په عینو مېنه کې انتحاري حملې مرګ ژوبله اړولې

د کندهار ښار په عینو مېنه کې د پرونۍ انتحاري حملې د مړو او ټپیانو د شمېر په اړه متناقض راپورونه ورکړل شوي.

د دوهمې عینو مېنې په سیتا چوک کې چې د خلکو ګڼه ګوڼه پکې ډېره وي پرون ماښامرد پولیسو پر یوه موټر ځان وژونکې حمله وشوه.

د کندهار والي ویاند قدرت الله خوشبخت له آزادي راډیو سره په خبرو کې په پېښه کې د یوه پولیس مړینه او د څلورو ملکي وګړو ټپي کېدل تائید کړل:

"دا حمله د عینو مېنې په سیتا چوک کې چې ۳۵۰ بستریز روغتون د جوړېدو په حال کې دی او کار یې تقریبا خلاص شوی په هغه ځای کې پر پولیسو شوې چې د خلکو په ګڼه ګوڼه پکې ده."

خو د کندهار د میرویس روغتون یوې سرچینې ویلي چې له سیمې څخه څلور مړي او لس ټپیان دې روغتون ته لېږدول شوي دي.

د کندهار یوې امنیتي سرچینې چې نه غواړي نوم یې ښکاره شي ازادۍ راډیو ته وویل دا یوه موټربم حمله وه چې په نتیجه کې یې څلور کسان مړه او لس نور ټپیان شوي.

د دې حملې مسؤلیت وسله والو طالبانو منلی.