په کندهار کې يوې امنيتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل ازادي راډيو ته وويل، انتحاري حمله کوونکى پلى نه، بلکې د يوه ”وټز“ موټر په واسطه يې دغه حمله ترسره کړې.
دغه راز د کندهار له ميرويس روغتون نه يوه بله سرچينه وايي چې له دغې حملې ٤ مړي او ١٠ ټپيان ياد روغتون ته انتقال شوي او د ټپيانو په ډله کې ملکي وګړي هم دي.
وسله والو طالبانو د دغې حملې مسؤليت منلى.
- پخواني معلومات
په کندهار ښار کې نن جمعه ماښام يوه انتحاري حمله شوې.
د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا دراني ازادي راډيو ته وويل چې دغه انتحاري حمله نن ماښام شااوخوا ٠٦:٣٠ بجې د کندهار ښار د يوولسمې امنيتي حوزې د عينو مېنې په سيمه کې مېله والو ته نږدې د پوليسو په يوه رنجر موټر شوې.
ښاغلى درانى زياتوي چې په دغه انتحاري حمله کې چې د يوه پلي کس له خوا شوې، يو پوليس وژل شوى او ٤ نور ټپيان دي.
تر اوسه چا د دغې حملې مسؤليت نه دى منلى.
نور جزئيات ورورسته ...