د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ ويلي، د مسلمان ضد هغو ويډيوګانو د بيا ټوېټ کولو له کبله به بخښنه وغواړي چې په اصل کې د برېتانيا د يوې ښي اړخې افراطي ډلې مشر خپره کړې وه.
ډونالد ټرمپ د برېتانيا «يو ټلويزيون» ته نن جمعه وويل، د هغو ويډيوګانو له خپرېدو يې په برېتانيا کې د چا د سپکاوي نيت نه درلود.
ټرمپ ويلي، د دې افراطي ډلې په اړه يې هېڅ معلومات نه درلودل او د هغو ويډيوګانو بيا ټوېټ کول د هغوى د محتوا د تأييد په معنى نه دي.
ډونالد ټرمپ چې په ټوېټر کې ۴۷ ميليونه فالوورز لري، په نوامبر مياشت کې د هغو ويډيوګانو په بيا ټوېټ کولو سره چې د مسلمانانو پرضد وې، په برېتانيا کې د خلکو غوسه وپاروله.