د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز کې پر يوه جومات د دولت د وسله والو مخالفينو د هاوان د مرمۍ د لګېدو له امله، ۶ ماشومان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د والي ویاند محمد عارف نوري نن جمعه ازادي راډيو ته وویل چې د وسله والو طالبانو د هاوان دغه مرمۍ نن سهار مهال د دغه ولایت په قره باغي سیمه کې پر یوه جومات هغه مهال لګېدلې، کله چې په یاد جومات کې دغه ماشومان د قرانکریم په زده کړه بوخت وو.
نوموړی وايي، د یادو ماشومانو عمرونه د ۱۲ کلنو په شااوخوا کې دي.
د دغه ولایت د ولايتي روغتون مسؤلین ياده پېښه تأييدوي او وایي چې له يادې پېښې دوى ته ۶ جسدونه او درې ټپيان ور وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.