د مشرانو جرګې غړی محمد حنیف حنفي ادعا کوي چې په ارزګان ولایت کې زورواکان له مسلحو کسانو سره په زور د امنیې قوماندانۍ درېیم کنډک ته ننوتي او هغه يې نیولی دی.
په وسله والو طالبانو سربیره اوس زورواکي هم په وسلو سبمال دي او تر دې حده چې په ښار کې له کوم ډار پرته پرپولیسو بریدونه کوي.
سناتور حنفي نن جمعه ازادي راډيو ته وویل چې تېره ورځ د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د ده په خبره چې یوه زورواکي چې شاه محمد نومېږي، له خپلو وسله والو کسانو سره د امنیې قوماندانۍ درېیم کنډک ته په زور ننوتی او د کنډک قوماندان يې
تر وهلو ډبولو وروسته، له دندې شړلی او خپله د کنډک پر څوکۍ ناست دی.
نوموړی ادعا کوي چې د دغو کسان له مرکزه ملاتړ کېږي او له کورنیو چارو وزارت او له امنیت شورا غوښتنه کوي چې په دې اړه خپل قانوني اجرات وکړي.
سناتور محمد حنیف حنفي
ښاغلي حنفي وویل:
"په ارزګان کې د جګړې یو لامل همدا دی چې زورواکي او غیر مسؤل وسله وال د پولیسو مخه نیسي او هغوی ته ستونزې جوړوي، تاسې وګورئ چې یو زورواکی څنګه له خپلو کسانو سره کنډک ته په زور ورځي او قوماندان وهي؟ دا خپله په دې دلالت کوي چې د ولایتي ادارې مدیریت کمزوی دی او مرکزي دولت باید په دې اړه ژر تر ژره خپل اقدامات وکړي."
ښاغلي حنفي په ټوله کې د ارزګان پرامنیتي وضیعت اندېښنه وښوده چې ګنې د وسله والو له حملو خوندي نه دی او خلک يې په ناوړه وضیعت کې راګیر دي.
هڅه مو وکړه چې د درېیم کنډک له قوماندان او دغه راز له شاه محمد سره هم په دې اړه خبرې وکړو، خو بریالي نه شوو.
د ارزګان ولایتي چارواکي هم په دې اړه څه نه وايي، خو مرکزي دولت د موضوع د څېړلو ژمنه کوي.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ازادي راډيو ته وویل چې دوی تر اوسه له دې موضوع نه دي خبر، خو که داسې پېښه شوې وي، نو دوی به ولایت ته یو پلاوی واستوي او له عاملینو سره به قانوني چلند وکړي.
نصرت رحیمي
ښاغلي رحیمي وویل:
"موږ تر اوسه پورې له دې موضوع په دقیقه توګه خبر نه لرو، خو موږ همدا اوس په دې اړه معلومات کوو، که چېرې دغه ډول پېښه شوې وي، نو موږ به ولایت ته یو پلاوی واستوو، ترڅو د موضوع ټول اړخونه وڅېړي او موږ دا ژمنه کوو چي له مجرمینو سره به قانوني چلند کېږي."
له سیمې راپورونه ښيي چې تېره ورځ په ترینکوټ کې درېیم کنډک د زورواکانو له خوا په زوره نیول شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې له دې څه موده وړاندې هم د چارچینو ولسوالۍ مخکنی امنیه قوماندان اغالالی کله چې له دندې لېرې شو، د ولسوالۍ له نوي امنیه قوماندان سره يې څو ورځې وسله والې نښتې وکړې او پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته چې له امله يې ولسوالۍ د طالبان لاسته ولوېده.
د یادونې وړ ده چې شاه محمد له دې مخکې د پولیسو د درېیم کنډک قوماندان و او له تېرو څو میاشتو راهیسې له دندې لېرې کړای شوی و او دا مهال يې کومه دنده نه لرله.
راپور: شریف الله شرافت