په ننګرهار ولايت کې يوې ډلې ديني علماوو د ماشومانو د ملاتړ ادارې يا سيف د چلډرن موسسې پر دفتر وروستى بريد د افغانستان د دښمنانو کار وباله.
يوې ډلې افراطي وسله والو د چهارشنبې په ورځ پر دغه دفتر حمله وکړه.
د ننګرهار د حج او اوقافو رئيس عبدالظاهر حقاني په جلال اباد کې په پرونۍ غونډه کې غوښتنه وکړه چې د بهرنيو استخباراتو دسيسې دې شنډې شي.
د ماشومانو د ملاتړ ادارې يا سيف د چلډرن پرون وويل، څومره ژر چې ممکنه وي، بېرته په افغانستان کې خپل فعاليت پيلوي.
د سيف د چلډرن موسسې نړيوالې اجرائيه مديرې هيلې تورنينګ سميت پرون روېټرز ته وويل:
"همدا چې چمتو شو ډېر ژر به افغانستان ته ستانه شو. "
سيف د چلډرن وايي، په هغه حمله کې يې ٤ کارکوونکي وژل شوي دي.
د ننګرهار چارواکو د شااوخوا ٢٠ کسانو د ټپي کېدو خبر هم ورکړى دى.
سيف د چلډرن موسسه چې وايي، له ٤٠ کلونو راهيسې په افغانستان کې فعاليت کوي، د افغان ماشومانو مرستې او ملاتړ ته به ادامه ورکوي.