د سرپل پولیس وايي چې په روان کال کې یې ۲۵ زره جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده.
د سرپل امنیه قوماندان خلیل دستیار د تېرې سې شنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې په دې ولایت کې د نا امنیو زیاتوالي د کوکنارو د کښت زیاتوالي ته زمینه برابره کړې، خو دوی د کوکنارو د کښت د لهمنځه وړلو تر څنګ ۴۰۰ کېلو ګرامه نشهيي مواد هم نیولي دي.
ښاغلی دستیار وايي، د سرپل پولیسو په تېرو ۱۰ میاشتو کې ۳۶۰ کېلو ګرامه تاریاک، لسګونه کېلو ګرامه چرس او ۲۰ لیټره الکولي مشروبات نیولي دي.