د ننګرهار پولیسو د جلالاباد او تورخم پر لویه لاره د نشهيي موادو څلور تنه قاچاق کوونکي ونیول.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل، دې څلورو کسانو غوښتل چې تر ۲۰۰ کېلو ګرامو زیات نشهيي مواد چې په دوو موترو کې ځای پر ځای شوي وو او غوښتليې له جلالابادهیې تورخم ته قاچاق کړي، د مارکو د بازار په سیمه کې پولیسو ونیول.
د یادونې وړ ده چې په تېرو دوو اوونیو کې دا درېیم ځل دی چې د ننګرهار پولیس د جلالاباد له ښار څخه د دې ولایت ځینو ولسواليو ته د نشهيي موادو د قاچاق مخه نيسي.