راپورونه: د ولسمشر پوتین لور له خپل خاونده جلا شوې

بلومبرګ رسنۍ د څلورو سرچينو په حواله راپور ورکړى چې د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين لور له خپل خاوند کيريل شمالوف څخه جلا شوه.

دغه خبري اژانس پرون پنجشنبه وويل چې شمالوف بېرته د پيټروکيمياوي لوى شرکت د اجرائيه مشر په توګه خپل کار ته ادامه ورکوي.

شمالوف مخکې تر دې چې د ولسمشر پوتين له لور کاترينا تيخونووا سره واده وکړي، په دغه شرکت کې يې خپله ونډه خرڅه کړله.

دا لا څرګنده نه ده چې د دې معاملې تر شا کوم علت شته، خو له قضيې يوه باخبر کس ويلي، شمالوف د خپلې ونډې د خرڅلاو په بدله کې هېڅ کومه ګټه ترلاسه نه کړه، يوازې يې اجازه درلوده چې د پوتين د کورنۍ د غړي په توګه پر هغو اسهامو اختيار ولري.

بلومبرګ د ۳ سرچينو په حواله راپور ورکړى چې د دغه شرکت د مالکيت امتياز هغه وخت ختم شو چې شمالوف واده وکړ.