د خوست امنيتي چارواکي وايي، په پام کې لري چې په ۳ مياشتو کې په دغه ولايت کې د نشه يي موادو د کاروبار مخه ونيسي.
امنيه قوماندان مل پاسوال محمد داود امين پرون پنجشنبه د يوې اوونۍ په موده کې د پوليسو د فعاليتونو په باب د څرګندونو پر مهال وويل:
"دا کوم نمايشي حرکت نه دى، دا د خلکو او ځوانانو د ستونزو پروګرام دى چې دغه ځوانان له دغه ناولي بوټي وژغورو او يوه صحتمنده ټولنه ولرو."
د خوست امنیه قوماندان زیاته کړه چې د پولیسو له وروستیو فعالیتونو قومي مخورو او نورو ټولنیزو بنسټونو هم ملاتړ کړی او دوی يې په معنوي ډالیو نازولي دي.