جوزجان کې د داعش ۱۳ جنګیالي د سولې له بهیر سره یوځای شول

په جوزجان ولايت کې د داعش ډلې ١٣ جنګياليو له جګړې لاس واخيست او د سولې له پروسې سره ملګري شول.

د دغې ډلې مشري د دوى يو مهم مشر ابراهيم کوي چې پرون يې خپلې وسلې هم افغان حکومت ته وسپارلې.

د جوزجان د والي وياند محمد رضا غفوري تېره شپه ازادي راډيو ته وويل:

"د داعش ډلې ١٣ غړي د دوى د قوماندان ابراهيم په مشرۍ چې د دوى يو مهم سرګروپ و، له ١٣ ميله وسلو سره د سولې له پروسې سره ملګري شول، دوى د قوش تپې او درزاب ولسواليو په مربوطاتو کې د دولت پرضد جنګېدل."

قوش تپه او درزاب د جوزجان ولايت هغه ولسوالۍ دي چې داعش ډله په کې د نورو ولسواليو په نسبت فعاله ده.

تېره اوونۍ په قوش تپه ولسوالۍ کې د داعش ډلې او وسله والو طالبانو ترمنځ د څو ورځو لپاره جګړه وشوه، چې دواړو لوريو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.