سيف د چلډرن: څومره ژر چې ممکنه وي په افغانستان کې خپل فعاليت پيلوو

د ماشومانو د ملاتړ اداره يا سيف د چلډرن وايي، څومره ژر چې ممکنه وي، بېرته په افغانستان کې خپل فعاليت پيلوي.

دغې ادارې وروسته له هغې په افغانستان کې خپل فعاليت په موقت ډول ودراوه چې افراطي وسله والو يې د چهارشنبې په ورځ د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد کې پر دفتر حمله وکړه.

په هغه حمله کې د دې ادارې په خبره، د دوى ٤ کارکوونکي وژل شوي دي.

د ننګرهار چارواکو د شااوخوا ٢٠ کسانو د ټپي کېدو خبر هم ورکړى دى.

د سيف د چلډرن موسسې نړيوالې اجرائيه مديرې هېلې تورنينګ سميت پرون پنجشنبه د توماس روېټرز بنسټ ته وويل:

"همدا چې چمتو شو ډېر ژر به افغانستان ته ستانه شو."

هغې همدا راز ويلي:

"زه نه شم اظهارولاى چې څومره خفه او څومره وحشت ځپلي يوو چې له هغو کسانو سره هم داسې پېښه کېږي چې له ماشومانو سره د مرستې هڅه کوي."

سيف د چلډرن موسسه چې وايي، له ٤٠ کلونو راهيسې په افغانستان کې فعاليت کوي، د افغان ماشومانو مرستې او ملاتړ ته به ادامه ورکوي.