د پروان ولایت د برېښنا حوزوي ریاست وایي چې یو شمېر زورواکي یې ۱۷۰ میلیونه افغانۍ پوروړي دي چې تر دې دمه یې خپل پورونه نه دي ادا کړي.
د نوموړي ریاست د رئیس ناصر احمدي په خبره که چېري پوروړي خپل پور ادا کړي د یاد ولایت نورو مستحقو سیمو ته به هم برېښنا وغځول شي.
نوموړی زیاتوی چې په دې برخه کې د خلکو او حکومت دواړو مرستې او همکارۍ ته اړتیا ده.