په کابل کې د ګمرکي خدماتو واحد مرکز «ون شاپ» پرانیستل شو

د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې، د ګمرکي خدماتو واحد مرکز «ون شاپ» نن پرانیستل شو.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صام الدین پسرلي ازادي راډیو ته وویل، په دغه مرکز کې به ټول کمرکي خدمات په یو ځای کې تر سره کېږي چې په ترڅ کې به یې سوداګرو ته ډېرې اسانتیاوي رامنځته شي.

پسرلی زیاتوي چې دا د سوداګرۍ خونې د هغو ۱۱ مواردو یو مورد و چې په پنځه کلن پلان کې حکومت ته وړاندې شوی و.