ټرمپ: مولر سره مرکې ته لېواله یم هغه هم تر لوړې لاندې

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، لېواله دی چې د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې په اړه د څېړنې په ترڅ کې له ځانګړي قضایي سلاکار رابرټ مولر سره مرکه وکړي او هغه هم تر لوړې لاندې.

ټرمپ دا خبره پرون په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وکړه.

هغه زیاته کړه چې دغه مرکه ښایي په دوو یا درې اونیو کې وشي.

د امریکا استخباراتي ادارو ویلي چې روسیې د جمهوري غوښتونکو د کاندید ډونالډ ټرمپ په ګټه او د ډیموکراټانو د کاندیدې هیلري کلینټن په زیان د ۲۰۱۶ میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د مداخلې هڅه کړې ده.

مولر او لږ تر لږه د کانګرس درې کمېټې په جلا توګه په دغو انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې په اړه څېړنې کوي.

کرملین دغه تورونه رد کړي او ټرمپ هم په کراتو-کراتو رد کړې چې ګوندې ټیمونو یې له روسیې سره په دې برخه کې هر ډول مرسته کړې وي.

د امریکا د عدلې وزارت د تیرې سې شنبې په ورځ تأیید کړه چې د مولر ټیم د روسیې په اړه د امریکا له لوی څارنوال جف سشنز سره مرکه وکړه.

دا لومړی ځل دی چې د دغې قضیې د څېړلو لپاره د ځانګړي قضایي سلاکار دفتر د ټرمپ د کابینې له یوه لوړپوړي غړي سره مرکه کوي.