د نړۍ مهمو ورځپاڼو په ننګرهار کې د کوچنيانو لپاره پر یوه غير دولتي مؤسسه چې مرکز يې په بریتانيا کې دی، حملې ته کتلي دي.
- نیویارک ټایمز
امریکايي ورځپاڼې نيويارک ټايمز لیکلي، د ننګرهار په هغه ځای کې چې حمله وشوه، دوه ښوونځي وو او د سويډن د کمېټې په ګاونډ کې د کوچنيانو د ملاتړ مؤسسه وه.
ورځپاڼې لیکلي چې د سويډن کمېټې دفتر له دغه ځايه ځکه کډه شوې چې د داسې حملو په اړه يې اندېښنه درلوده.
د چهارشنبې د ورځې له حملې وروسته، د کوچنيانو د ملاتړ ادارې يا سېف دې چلډرن اعلان وکړ چې په افغانستان کې خپل فعالیت بندوي.
نيويارک ټايمز په کابل کې د بریتانيا د سفیر نيکولاسکې له قوله ليکلي:
پر کوچنيانو او د هغوی لپاره پر خيريه ادارو هر ډول حمله د بشريت پر وړاندې جرم دی.
د ورځپاڼې په وينا، په افغانستان کې له يوې مودې راهيسې پرلهپسې حملې او تاوتريخوالی دوام لري چې له تر ټولو خونړۍ يې د کابل پر انټرکانټیننټال هوټل ډلهییزه حمله وه. په دې حمله کې ۲۲ کسان ووژل شول چې پهکې ۱۴ بهرنيان شامل وو.
- ګارډین
بریتانيايي ورځپاڼې ګارډين هم د جلالاباد د حملو په اړه لیکلي، په هغه ځای کې چې د سېف دې چلډرن دفتر دی، يو شمېر نورې مؤسسې هم دفترونه لري.
د ګارډين ورځپاڼې په وينا، په دې ځای کې د نورو غير دولتي دفترونو او مؤسسو شتون دا احتمال مطرح کوي چې ښايي د دغو حمله کوونکو اصلي هدف په ننګرهار کې د کوچنيانو د ملاتړ اداره نهوه. خو اسلامي دولت سخت دريځې ډلې يا داعش د دې حملې مسؤليت منلی دی.
- ډېلي مېل
ډېلي مېل ورځپاڼې هم لیکلي چې د چهارشنبې د ورځې حمله چې په جلالاباد ښار کې د کوچنيانو د ملاتړ پر دفتر وشوه، په افغانستان کې د خونړيو حملو څخه يوه ده.
د ورځپاڼې په وينا، دې مؤسسې له ۴۲ کلونو راهيسې په افغانستان کې فعاليت کاوه، خو اوس په دغه هېواد کې خپل دفترونه تړي.
ډېلي مېل په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر څرګندونې هم نقل قول کړي چې وايي، پر ملکيانو او خيريه مؤسسو هر ډول حملې د بشري حقونو له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه ده او حتی د جنګي جرايمو په توګه پېژندل کېدای شي.