د امریکا د جیمناسټیک ټیم ډاکټر په ۱۷۵ کاله بند محکوم شو

د امریکا د متحد ایالتونو د جيمناسټیک ټیم ډاکټر لرې ناصر د ځوانو لوبغاړو د جنسي ځورونې په جرم په ۱۷۵ کاله بند محکوم شو.

محکمې په میشیګان ایالت کې پرون وروسته تر دې پریکړه اعلان کړه چې تر دې مخکې نژدې ۱۶۰ تنو چې په دوی کې د سرو زرو د مډال اخېستونکي هم و، شهادت ورکړ.

۵۴ کلن ناصر د میشیګان په پوهنتون کې کار کاوه او د جیمناسټیک له لوبډلې سره بوخت و.

د محکمې قاضي، مجرم پېژندل شوي ناصر ته وویل، زه پر خپله پریکړه ویاړم، ځکه چې ته کله هم د دې وړ نه یې چې له زندانه بهر پښه کېږدې.

ناصر د تېر کال په نوومبر کې اعتراف وکړ چې د ۱۹۹۸ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ اووه ځله د نجونو د جنسي ازار سبب شوی دی.