امریکا په چین او روسیه کې د شمالي کوریا پر شبکو بندېزونه لګولي

د امریکا متحد ایالتونو په چین او روسیې کې د شمالي کوریا پر تجارتي او مالي شبکو نوي بندېزونه لګولي دي.

امریکا ویلي دي چې دغه شبکې د کېم جونګ اون د رژیم او د شمالي کوریا د اټمي پروګرام ملاتړ کوي.

د امریکا خزانې وزارت پرون چهارشنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۴» د بندیزونو لېست خپور کړ، په دې لېست کې د شمالي کوریا ۱۰ شرکتونه او بانکونه شامل دي چې اکثر یې په چین او روسیه کې فعاله دي، همدا راز د شمالي کوریا د کښتیو کمپنۍ او شپږ ځانګړي لویې بېړۍ شاملې دي.

د چین دوه تجارتي شرکتونه هم په دې لېست کې شته.

د بندېزونو له مخې امریکایان نه‎شي کولی چې له دغو شرکتونو سره راکړه ورکړه وکړي یا استفاده ترې وکړي، په ورته وخت کې امریکا غوښتي دي چې دغه شرکتونه باید له هغو هېوادونو څخه چې هلته فعالیت کوي و ایستل شي.