ناوالني د بشري حقونو د اروپایي محکمې په استماعیه غونډه کې خبرې کوي

تمه ده د روسیې د حکومت عمده سیاسي مخالف الکسي ناوالني نن چهارشنبه د بشري حقونو د اروپایي محکمې په استماعیه غونډه کې خبرې وکړي.

نوموړي پرون سې شنبه پر انستاګرام پاڼه لیکلي چې د فرانسې په ستراسبورګ کې دغې جلسې ته چمتووالی نیسي او د خپلو خبرو په اړه د خپلو حقوقي وکیلانو سره بحث او مشوره کوي.

دغه محکمه پر هغو شکایتونو غور کوي چې ښاغلی ناوالني یې د روسیې د حکومت په اړه لري.

ناوالني شکایت کړی چې څو ځلې داسې مهال چې غوښتل‌یې په مظاهرو کې ګډون وکړي، نیول شوی دی.