په فراه ولایت کې د امنیتي ځواکونو دوه تنه وژل شوي

د فراه ولایت امنیتي مسؤلین وايي، تېره شپه د دغه ولایت مرکز ته نږدې د کارېز شیخ‎ها په سیمه کې د وسله‌والو مخالفینو په یوه کمین کې د امنیتي ځواکونو دوه تنه وژل شوي دي.

د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند اقبال باهر ازادي رادیو ته ویلي چې امنیتي ځواکونه په سیمه کې د امنیت په خاطر د ګزمې په حال کې وو چې وسله‌والو مخالفینو پرې ډزې کړې دي.

اقبال باهر ویلي چې سیمې ته ځواکونه استول شوي او تصفیوي عملیات‌یې پیل کړي دي.