د افغانستان د ماليې وزارت وایي، ازبکستان پر هغو افغان سوداګریزو توکو ۵۰ سلنه ټکس کم کړی چې د دې هېواد له لارې نورو هېوادونو ته انتقالېدل.
د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه پرېکړه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ له سوداګریز او ترانزیټي هوکړهلیک له لاسلیک وروسته وشوه.
ښاغلی رحیمزی وایي، ازبکستان اوسمهال د هر کانټینر سوداګریزو توکو پر سر چې له خاورې یې تېرېږي ۱۲۵۰ ډالر اخلي حال دا چې دا رقم پخوا ۲۵۰۰ ډالر وو.
نوموړي زیاته کړه چې اوسمهال افغان سوداګر کولاي شي د ازبکستان له لارې په زیاته پیمانه صادرات او واردات ولري او د نوموړي هېواد له لارې له منځنۍ اسیا او روسیې سره وصل شي.