د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې پر انټرکانټیننټال هوټل له برید وروسته په کابل کې د پلاستیک نړیوال نندارتون ترسره نهشو.
د دغې خونې ویاند صیامالدین پسرلي نن ازادي راډیو ته وویل چې د دغه نندارتون د نهترسره کېدو له امله د سوداګرۍ خونې ته ۲۵ زره ډالره تاوان رسېدلی.
ښاغلی پسرلی وایي، دغه نندارتون ته د ایران، پاکستان، دوبۍ او ترکیې څخه د تولیدي شرکتونو سوداګر رابلل شوي وو څو په دغه نندارتون کې خپل توکي نندارې ته وړاندې کړي.
تمه وه چې د افغانستان د پلاستیک او ربړ نړیوال نندارتون د روان میلادي کال د فبرورۍ په ۶ نېټه په کابل کې ترسره شي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې سږ کال د پرلهپسې نا امنیو له امله د افغانستان او ایران او دغهراز د افغانستان او هند نړیوال نندارتونونه تر سره نهشول.