په کندز کې د پامیر د ۲۰مې فرقې چارواکي وايي چې د دغه ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو تصفیوي عملیات په بریالیتوب سره پای ته رسېدلي او په پایله کې ۶۵ تنه وسلهوال مخالفین وژل شوي او ۳۵ تنهیې هم ټپیان شوي دي.
یاد چارواکي وايي چې د دغو پوځي عملیاتو پر مهال د نوموړې ولسوالۍ ځینې سیمې هم د وسلهوالو له شتون څخه پاکې شوې دي.
د پامير د ۲۰مې فرقې قوماندان برید جنرال نورالله قادري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"موږ د پوځي عملیاتو پر مهال په چهاردرې ولسوالۍ کې د دښمن مهم مرکزونه او پوځي تجهیزات لهمنځه یوړل او ځینې سیمې مو هم د هغوی له شتون څخه تصفیه کړې او عملیات په بریا سره پای ته ورسېده."
د کندز سیمهییز چارواکي وايي چې ډېر ژر به د دې ولایت په ځینو نورو سیمو کې هم د وسلهوالو مخالفینو د ځپلو په هدف پراخ تصفیوي عملیات پیل کړي، څو د دې ولایت خلک په یوه ارامه فضا کې ژوند وکړي.
د پامیر د ۲۰مې فرقې چارواکي په داسې حال کې په چهاردرې ولسوالۍ کې د تصفیوي عملیاتو د پای ته رسېدو خبر ورکوي چې له دې وړاندې د کندز سیمهییز چارواکو ویلي وو چې له دغې ولسوالۍ څخه د پوځي عملیاتو له کبله څه باندې ۲۰۰۰ کورنۍ له خپلو مېنو څخه بېځایه شوې دي.
وسلهوالو طالبانو بیا ویلي چې په دغو عملیاتو کې یې یو شمېر افغان او بهرنیو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.