د لیبیا په بنغازي ښار کې پرون سې شنبه د یوه جومات مخته په دوو موټر بم چاودنو کې لږ تر لږه ۲۷ کسان ووژل شول.
سیمهییزو روغتیايي چارواکو ویلي دي چې پهدې چاودنو کې ۴۲ تنه نور ژوبل شوي دي.
عیني شاهدانو وویل، لومړۍ چاودنه هغه مهال وشوه کله چې خلک له جوماته وتل او دوهمه نیم ساعت وروسته هغه وخت وشوه چې ژغورونکي او عام خلک د پېښې په ځای کې راغونډ شول.
تر اوسه چا د لیبیا د پرونیو چاودنو مسؤلیت نهدی منلی.