ټرمپ به د بریتانيا او اسرائیل له صدراعظمانو سره وویني

ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ سبا پنجشنبه د بریتانيا او اسرائیل له صدراعظمانو او د سوئیس او رواندا له جمهور رئیسانو سره وویني.

دا کتنې د سوئیس په داووس ښار کې د نړیوالې اقتصادې غونډې پر مهال ترسره کېږي.

د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار مک‎مسټر د سې شنبه په ورځ وویل، ولسمشر ټرمپ به د بریتانيا له صدراعظم ټرزا مې سره د ایران د اټمي موافقې، شمالي کوریا او سوريې په اړه خبرې وکړي.

د ولسمشر ټرمپ له‎خوا د اسرائیل د پایتخت په توګه د بیت‎المقدس تر اعلانولو وروسته له صدراعظم بینیامین نتانیاهو سره د امریکا د ولسمشر دا لومړنې کتنه ده.

تمه کېږي چې ولسمشر ټرمپ به د جمعې په ورځ د داووس اقتصادي غونډې ته وینا وکړي.

د سپینې ماڼۍ اقتصادي سلاکار ګارې کوهن د سې شنبې په ورځ وویل، ولسمشر ټرمپ به په خپله وینا کې نړیوال سوداګر په امریکا کې پانګونې ته وهڅوي، له هر څه نه مخکې امریکا پر پالېسي او په عادلانه نړیوالې اقتصادي سیالۍ به ټینګار وکړي.