د امریکا لوی څارنوال جف سشنز تر پوښتنې لاندې راغی

د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو د څېړنې لپاره د ځانګړي وکیل دفتر د دې هېواد له لوی څارنوال جف سشنز څخه پوښتنې کړې دي.

رابرټ مولر د امریکا د ولسمشرۍ په تېرو انتخاباتو کې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د انتخاباتي کمپاین او روسیې ترمنځ د احتمالي جوړجاړي په اړه څېړنې کوي.

دا مرکه تېره اوونۍ شوې ده او د امریکا د عدلیې وزارت د سې شنبې په ورځ تأیید کړه.

دا لومړی ځل دی چې د ځانګړي وکیل رابرټ مولر دفتر د ټرمپ د کابینې له یو غړي پوښتنې کوي.

له لوی څارنوال جف سشنز سره چې تر اوسنۍ دندې مخکې د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر مهال د ولسمشر ټرمپ د کمپاین سلاکار و، دا مرکه په دې اړه څېړنو کې یو بل لوی پرمختک ګڼل کېږي.

د امریکا استخباراتي ادارو ویلي چې روسیې د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي کاندید ډونالد ټرمپ په ګټه او د نوموړي د ډموکراتې رقیبې هېلري کلېنټن په تاوان د مداخلې هڅه کړې ده.

د دې مداخلې په اړه دا مهال د رابرټ مولر سربېره د کانګرس لږ تر لږه درې کمېټې جلا جلا څېړنې کوي.

کرملېن د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د مداخلې خبره رد کړې.