د افغانستان لپاره د امریکا د مرستو د ځانګړي سرمفتش اداره «سیګار» وايي، احتمال لري چې د امریکا کانګرس به د دې هېواد دفاع وزارت د افغان امنیتي ځواکونو پر هغو قطعاتو د پیسو له لګولو منعه کړي چې له ماشومانو څخه د جنسي استفادې او د بشري حقونو په نورو سرغړاویو تورن دي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي، دا وړاندیز د سیګار په هغه راپور کې چې د سې شنبې په ورځ خپور شوی راغلی دی.
خو د امریکا د دفاع وزارت د سرچینو له قوله ویل شوي چې دا ډول مسئلې باید د امریکا د ملي ګټو سره په مقایسه وڅېړل شي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي، په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یو راپور له خپرېدو وروسته د کانګرس ۹۳ غړو له سیګار غوښتي وو چې د افغان امنیتي ځواکونو لهخوا د ماشومانو څخه د جنسي استفادې یا «بچهبازۍ» په اړه دې څېړنې وکړي.
دا څېړنې د امریکا د بشري حقونو د هغه قانون پر عملي کېدو متمرکزې دي چې د امریکا حکومت له هغو بهرنیو ځواکونو سره چې د بشري حقونو په لویو سرغړاویو تورن وي، له مرستې کولو منعه کوي.