امریکايي پوځ وايي، افغانستان تهیې د «اې لس-A-۱۰» تندر بولټ الوتکو یو ګروپ دغلته د طالبانو پر ضد د هوايي کمپاین د پیاوړتیا په هدف استولی دی.
د روېټرز خبري اژانس وايي، د «اې. لس تندر بولټ» په نوم د دې جنګي الوتکو یو ګروپ چې ۱۲ بریدګرې الوتکې پهکې شاملې دي، د ۲۰۱۲ میلادي کال وروسته د لومړي ځل لپاره بېرته افغانستان ته ستنېږي چې د کندهار له هوايي ډګره به فعالیت کوي.
په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ مأموریت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د امریکايي الوتکو دا ګروپ د امریکا د هوايي ځواک د مرکزي قوماندانۍ د پرېکړې پر بنسټ افغانستان کې ځای پر ځای کېږي چې په څو راتلونکو ورځو کې به د وسلهوالو طالبانو پر ضد لومړني عملیات پیل کړي.
افغانستان ته د امریکا هوايي ځواک د نورو جنګي الوتکو د استولو پرېکړه په داسې حال کې کوي چې د ډونالد ترمپ د ولسمشرۍ د پیل راهیسې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې هوايي عملیات زیات کړي.
د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ مأموریت وايي، دوی په تېرو دوه نیمو میاشتو کې په افغانستان کې د طالبانو د نشهيي موادو د تولید پر تأسیساتو تر ۳۰ زیاتې هوايي حملې کړې دي او د دې ډلې تر ۲۰ میلیونو ډالرو زیات عواید یې اغېزمن کړي.