افغان امنیتي چارواکي وایي، په فراه کې د دولت د وسلهوالو مخالفينو پر ضد پیل شوي پراخ عملیات ښه مخ ته ځي.
له فراه د ازادي راډیو خبریال وایي چې د دغو عملیاتو چې د فراه ښار ته نږدې سیمو او یو شمېر ناامنو ولسوالیو کې له پرون راهیسې پیل شوي، د څارنې لپاره د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو لوړپوړي چارواکي دې ولایت ته ورغلي دي.
د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال مراد علي مراد او د دفاع وزارت لوی درستیز شریف یفتلي له نورو سیمهییزو قوماندانانو سره دغه عملیات له نږدې څاري.
د راپورونو له مخې، د فراه پر بالابلوک، خاک سفید او پشت کوه ولسوالیو سربېره چې د دولت د وسلهوالو مخالفینو فعالیتونه پهکې زیات دي، په دې وروستیو کې د جګړو لمن د فراه ښار څو کېلو مترۍ ته نږدې شوې ده.
افغان امنیتي چارواکي وایي، د پیل شويو پراخو عملیاتو هدف دا دی چې سیمې له وسلهوالو مخالفینو پاکې او د دولت واکمني پهکې ټینګه شي.