د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په راتلونکي مالي کال کې په هغو ولایتونو کې چې د زیاتو انګورو محصولات لري، د ممیزو ۴۰۰ خونې جوړوي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن سې شنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۳» ازادي راډیو ته وویل چې دغه ممیز خونې به هر یوه د اته ټنو ممیزو د ساتلو ظرفیت ولري.
ښاغلی رستمي وايي، پر دغو ممیز خونو ۲۶۶ میلیونه افغانۍ لګېږي چې لګښتیې د کرنې او مالدارۍ وزارت لهخوا ورکول کېږي او د پروژې تر ختمېدو پورې به ۸۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابرېږي.
د نوموړي په خبره، دغه ممیز خونې د ممیزو د کیفیت د ښه کېدو او دغهشان بهرنیو بازارنو ته د ممیزو د صادراتو د زیاتېدو لامل کېږي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې اوسمهال هم د ۱۲ ممیز خونو د جوړېدو چارې روانې دي چې ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.