د افغانستان د نفتو او ګازو تصدي وايي، د افغان سوداګرو ناسالمه سیالي د دې لامل شوی چې په دغه هېواد کې د تېلو بیې په یو حالت پاتې نهشي.
د نفتو او ګازو د تصدۍ عمومي رئیس ولید تمیم په دې اړه نن سې شنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۳» ازادي راډیو ته دغهشان وویل، د ژمي په موسم کې په نړیوالو بازارونو کې د تېلو د بیو لوړوالی او هم د ډالرو د بیې لوړېدل هغه موارد دي چې له املهیې د نفتي توکو بیې نهشي کنټرولېدای.
ښاغلی تمیم وايي، سږ کال د تېر په پرتله د نفتي موادو په نرخونو کې د پام وړ لوړوالی نهدی راغلی.
د افغانستان د مالیې وزارت د روان لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۰مه نېټه وویل، د تېلو د وارداتو په ګمرکي تعرفو کې کموالی راغلی او بيې به راټيټې شي، خو اوس چې له دغې پرېکړې څه باندې یوه میاشت کېږي لا هم نرخونه لوړ دي.