د بغلان پولیس وايي چې د ډنډ شهابالدین سیمه کې د روانو پوځي عملیاتو په ترڅ کې څلور وسلهوال مخالفین وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
د بغلان د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې ویلي دي چې دا وسلهوال کسان پرون له امنیتي ځواکونو سره د وسلهوالې نښتې پر مهال ووژل شول.
بیان زیاتوي چې د البرز ۲۲ په نوم له تېرو ۱۰ ورځو راهیسې د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې یو شمېر کلي له وسلهوالو مخالفینو تصفیه شوي دي او دوی هلته پرمختګ کړی دی.
وسلهوالو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.