ملګري ملتونه وايي، په ۲۰۱۷ میلادي کال کې یې ۵۶ سولهساتي سرتېري وژل شوي دي.
ملګرو ملتونو په یو راپور کې چې پرون خپور شو ویلي دي چې له ۱۹۹۴ میلادي کال راهیسې دا د وژل شویو سولهساتو سرتېرو د مړینې تر ټولو لویه شمېره ده.
د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي دي چې له ۲۰۱۳ میلادي کال راهیسې یې ۱۳۵ سرتېري، پولیس او ملکي مأمورین په ۱۵ سولهساتو مأموریتونو کې وژل شوي دي چې دا هم په تاریخ کې د پنځو کلونو په موده کې د سولهساتو سرتېرو د تلفاتو تر ټولو لویه شمېره ده.
د سولهساتو سرتېرو ډېری دا تلفات په مالي، جنوبي سوډان او د مرکزي افریقا په جمهوریت کې پېښ شوي دي.