د جنوبي کوریا د چارواکو په ګډون یو پلاوی شمالي کوریا ته تللی څو د ژمني المپیک په لوبو کې د دواړو هېوادو ترمنځ ګډو پروګرامونو ته تیاري ونیسي.
د ژمني المپیک لوبې په راروانه عیسوي میاشت کې د جنوبي کوریا په پیونګچانګ ښار کې پیلېږي.
د جنوبي کوریا پلاوی پرون شمالي کوریا ته ورسېد.
دا سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د نږدې کېدو ښکارندويي کوي.
تېره اوونۍ د شمالي کوریا د نجونو د موسیقۍ د یوې مشهورې ډلې مشرې ته جنوبي کوریا ته د دوه ورځني سفر پر مهال تود هرکلی وویل شو.
د دې ډلې مشرې د المپیک د ژمنیو لوبو پر مهال د خپل کنسرت لپاره د مناسب ځای پلټنه کوله.
د دواړو هېوادونو د موافقې له مخې چې د المپیک نړیوالې کمېټې هم تأیید کړې د ژمني المپیک په لوبو کې د شمالي او جنوبي کوریاګانو د نجونو د هاکي لوبغاړي به په یوه لوبډله کې لوبې کوي او د پیل د مراسمو په پرېډ کې به هم یوځای او تر یوه بېرغ لاندې تېرېږي.