د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون دوشنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۲» د هغو لنډ مهالو اقداماتو لایحه تصویب کړه چې له عملي کېدو سرهیې دولتي ادارو ته د فبرورۍ تر اتمې پورې مؤقتي بودجه ورکول کېږي.
تمه ده چې له دې سره به د دولتي ادارو د بندېدو ستونزه چې له درېیو ورځو راهیسې پیل شوې حل شي.
دا لایحه ولسمشر ټرمپ څو شېبې وروسته له هغه لاسلیک کړه چې د کانګرس دواړو جرګو موقتاً تصویب کړه.
هغه د دې لایحې د توشېح پر مهال وویل، خوښ دی چې د کانګرس ډموکراتانو دا خبره درک کړه.
دا په داسې حال کې ده چې جمهوري غوښتونکو او ډموکراتانو د دې ستونزې پړه پر یو بل اچوله.
ډموکراتانو له دې لایحې سره مخالفت کاوه ځکه غوښتلیې له دې لارې حکومت دې ته اړ کړي چې د شااوخوا اووه لکه کډوالو د ایستلو مخنیوی وکړي.
دا هغه کډوال دي چې په ماشومتوب کې د متحده ایالاتو ته کډه شوي او هلته په غیر قانوني ډول اوسېږي.
په تېرو ۲۵ کلونو کې دا څلورم ځل دی چې د بودجې د نهتصویبېدو له کبله د امریکا د دولتي ادارو فعالیت له خنډ سره مخامخ کېږي.