د یونان او مقدونیې مشران وایي، دوی به روانه اوونۍ په سویس کې سره وګوري او د نوم پر سر د دواړو هېوادونو د نږدې درې لسیزو لانجو د هواري په اړه به خبرې وکړي.
د یونان د حکومت یوه ویاند د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۲» وویل چې د دغه هېواد صدراعظم الکسیس سیپراس به د مقدونیې له صدراعظم زرمان زائوف سره د جنورۍ پر ۲۵مه په داووس کې د نړیوالې اقتصادي غونډې په څنډو کې وګوري.
د یونان په شمال کې یوه سیمه د مقدونیې په نوم ده چې د دې لامل شوی څو اتن د مقدونیې له نوم سره مخالفت وښیي.
همدا مخالفت د دې سبب شوی چې له ناټو او اروپایي اتحادیې سره د مقدونیې د یوځای کېدو چارې پېچلې کړي.
د یونان د اعتراض له امله، په اروپايي اتحادیه او ملګرو ملتونو کې مقدونیې ته په رسمي اسنادو کې د "پخوانۍ یوګوسلاویا جمهوریت مقدونیه" خطاب کوي.
د دواړو هېوادونو چارواکي وایي، دوی غواړي دغه ستونزه روان کال هواره کړي.