ټاکل شوې نن سې شنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۳» ۱۰ تنه افغان کډوال له جرمني څخه بېرته افغانستان ته ولېږل شي.
د کډوالو چارو فعالانو د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې دغه کسان به د سې شنبې «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۳» په ماښام کابل ته ورسېږي.
دغه افغانان د جرمني له بېلابېلو ښارونو څخه کابل ته لېږل کېږي.
دوی ډېری هغه کسان دي چې د خپل بشپړ هویت په ښودلو کې له چارواکو سره لازمه همکاري نهده کړې.
وروسته له هغه چې د تېر میلادي کال په مې میاشت کې په کابل کې د جرمني سفارت ته څېرمه بریدونه وشول، له جرمني څخه هغه کسان چې د هغه هېواد د خوندیتوب لپاره ګواښ بلل کېږي، لکه هغه کسان چې د ترورېستي فعالیتونو د ترسره کولو وړتیا لرلی شي او هغه کسان چې له جرمن چارواکو سره د هویت په برخه کې همکاري نهکوي، بېرته افغانستان ته لېږل کېږي.
د ۲۰۱۶ میلادي کال له ډسمبر راهیسې ۱۵۵ افغانان په اتو پروازونو کې کابل ته انتقال شوي چې نهم پرواز بهیې نن ماښام وي.