په کابل کې د افغانستان د ماليې وزارت او امریکا متحده ایالاتو د سفارت ترمنځ د ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د نوې پراختیايي مشارکت تړون لاسلیک شو.
د افغانستان د ماليې وزیر په ارګ کې په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل چې دغه پیسې به د افغانستان د ملي بودجې له لارې په يو شمېر زېربنايي پروژو کې ولګول شي.
اکلیل حکیمي پهدې اړه وویل:
"نن موږ د ۱۰۰ میليونه ډالرو په ارزښت د یوه تړون د لاسلیک شاهدان یو چې اصلي هوکړهيې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې کله چې زموږ ولسمشر واشنګټن ته سفر لاره، دغه هوکړه د نوي پراختیايي مشارکت په نوم هلته لاسلیک شو چې له مخې یې هر کال ۲۰۰ میليونه ډالره د افغانستان بودجې ته راځي."
د مالیې وزارت وایي، دا مرستې به لومړیتوبونو ته په کتو د ټرانسپورت، برښنا، پوهنې او په يو شمېر نورو بسټیزو برخو کې ولګول شي.
په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر جان باس د دغه تړون د لاسلیک پر مهال د افغانستان د حکومت سره د دوامداره همکاریو ژمنه وکړه.